مهترلام باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
د يوې ځوانې نجلۍ مړى پرون دکابل _ جلال آباد دلويې لارې په تګلورې کې وموندل شو.
د لغمان د ولايتي روغتون رئيس عطاالله نيازي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه نجلۍ چې څه د پاسه اتلس کاله عمر لري او شين رنګه پطلون او سور ګلداره کميس يې په تن دى دکابل _ جلال آباد د لويې لارې له تنګي سيمې څخه د قرغيو ولسوالۍ د جنايي منسوبانوله خوا دغه روغتون ته راوړل شوى دى.
ده زياته کړه د دغې نجلۍ مړى د مهترلام ولايتي روغتون په سړې خونه کې دى او د هغې د پيژندلو په مقصد کوم اسناد او مدارک نشته.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل ؛ پوليسو د دغې پيښې په اړوند څيړنې پيل کړي دي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل