ورزش

دپورک دليسې دواليبال ټيم په لوګرولايت کې دواليبال دسياليو اتل شو

دلوګرولايت دپورک دهلکانو دليسې دواليبال ټيم په دغه ولايت کې دواليبال دسياليو اتل شو.

دباختراطلاعاتي اژانس ته دپوهنې وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې دغه سيالۍ دلوګرولايت دمرکز دښوونځيو دواليبال ديوولسو ټيمونو ترمنځ پيل شوي وي اوڅوارلس ورځي يې دوام وکړ.

ددغو سياليو په نتيجه کې دپورک دهلکانو دليسې دواليبال ټيم لومړۍ مقام دجويک دهلکانو دمنځني ښوونځي ټيم دويم مقام او دحضرت عمر فاروق دهلکانو دليسې ټيم ددغو سياليو دريم مقام وګاټه .

دواليبال دغه سيالۍ دلوګرولايت دپوهنې رياست دبدنې روزنې دامريت له خوا پيل شوى دى .

ديوبل خبرله مخې دامريکا دمتحده ايالاتو داسپيشل فورس ټيم پرون دښوونځيو دزده کوونکو داستفادي په مقصد د دايکندي ولايت له پوهنې سره ديوشمير څوکېو مرسته وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته