سیاست

د وزيرانو شورا غونډه وکړه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم په مشرۍ دجمهوري رياست د ارګ دګلخانې په مانۍ کې جوړه شوه .
دچارو ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا لوى رياست باختر آژانس ته خبرورکړ: دغونډې په پيل کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال د مشورتي لويې جرګې د جوړولو دکميسيون د دارالانشا له رييس صادق مدبر څخه وغوښتل چې دمشورتي لويې جرګې د جوړولو لپاره دکارونو د پرمختګ او تياريو په باب غونډې ته معلومات وړاندې کړي .
صادق مدبر وويل: دجمهوري رياست دمقام دحکم له مخې دملي امنيت لوى رياست د سرپرست په مشرۍ او د اړوندو ارګانونو په ګډون امنيتي کميسيون جوړ شوى دى چې د عملياتي پلان له مخې  دکابل دپولتخنيک د انګړ او د شاوخوا سيمو امنيت تامين شوى دى.
دغه راز دمشورتي لويې جرګې د جوړولو دکميسيون غونډې د هيواد د روحاني شخصيت حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ په منظمه توګه جوړې شوې دي چې تراوسه پورې په ايران ، پاکستان او نورو هيوادونوکې د مهاجرينو ، دجمهوري رياست دلسو تنو کانديدانو او د هغو د مرستيالانو په ګډون دجرګې دغړو د اوولسو کټګوريو لست چې څه دپاسه دوه زره پنځه سوه تنو ته رسيږي؛ بشپړ کړى دى .
دغه راز د اسلامي ګونددمشرتابه هيئت د وړانديز له مخې ددغه ګوند د اجراييوي هيئت يو شمير غړي هم مشورتي لويې جرګې ته بلل شوي دي چې په ايران، پاکستان او نوروهيوادونو کې دافغان مهاجرينو بلنليکونه دبهرنيو چارو وزارت ته ليږل شوي دي او ټاکل شوې ده د مشورتي لويې جرګې له جوړولو څخه درې ورځې مخکې د جرګې دغړو را رسيدل پيل او د نوم ليکنې له بشپړيدو او دغړيتوب دکارتونو له ويشلو وروسته د مشورتي لويې جرګې لومړنۍ پرانستوونکې غونډه د امريکاله متحده ايالاتو سره ترمشخصې اجندا لاندې د روان کال د لړم د مياشتې په ديرشمه نيټه جوړه چې وروسته د امنيتي تړون محتوا د مشورتي لويې جرګې په پنځه ګونو کميټوکې له دوو څخه تر دريو ورځو پورې څيړل کيږي او نتيجې يې دمشورتي لويې جرګې په پريکړه ليک کې منعکسې او د تاييد په مقصد د لويې جرګې وروستۍ غونډې ته وړاندې کيږي.
وروسته دکورنيو چارو وزارت د امنيتي تصدۍ دعامه محافظت معين دعاشورا او دمشورتي لويې جرګې د جوړولو په ورځوکې د نيول شويو امنيتي تدبيرونو په باب غونډې ته ډاډ ورکړ.
د وزيرانو شورا دکورنيو چارو او دملي دفاع وزارتونو او د ملي امنيت لوى رياست بيا موظف کړ چې د عاشورا او د مشورتي لويې جرګې په ورځو کې دې لازم امنيتي تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي.
وروسته دبهرنيو چارو وزير د سفارتونو د جوړولو په مقصد د دارالامان د ماڼۍ ترشاه دملي دفاع وزارت دملکيت څه ناڅه اويا هکتاره ځمکې دليږدونې په باب د ١٣٩٢ کال دچنګاښ د مياشتې د اوولسمې نيټې د غونډې دپريکړې په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : په دې لاره کې برسيره پردې چې دملي دفاع وزارت په دې استدلال چې په امنيتي حريم او دعسکري جزوتامونو دتک راتګ په تګلورې کې دسفارتونو جوړول دپوځي مقررو پرخلاف دي؛ خپل مخالفت څرګند کړى دى.
د ښارجوړولو د چارو وزارت هم پخوا په دې ساحه کې د اشخاصو په ملکيتونو د استوګنې د بلاکونو د جوړولو اجازه صادره کړې ده.
د وزيرانو شورا دملي دفاع ، دکورنيو چار و او د ښار جوړولو دچارو وزارتونه ، کابل ښاروال او دافغانستان د اراضي لوى رييس، دعدليې د وزير په مشرۍ يو کميسيون موظف کړ چې د ساحې ملکيت د تصفيې دسندونو له مخې د دوو اوونيو په بهيرکې مشخصه کړي او رپوټ يې د وزيرانو شورا ته وړاندې کړي او دوزيرانو شورا  تر وروستى تصميم پورې دې په دې  ساحه کې  داستوګنې دبلاکونو دجوړولو کار  وځنډول شي.
له اجند اسره سم دماليې وزير او د آريانا-افغان هوايي شرکت لوى رييس د آريانا- افغان هوايي شرکت پرخلاف د اماراتي کمپنۍ او په ابوظبۍ کې د افغانستان  دسفارت د دعو دڅرنګوالي په باب غونډې ته معلومات ورکړل او ويې ويل: په  ١٣٨٣ کال کې د پامير هوايي کمپنۍ  د حاجيانو ليږدول دچارترپه ډول  له  اير وان  ايرلاين  اماراتي کمپنۍ سره لاسليک کړ  او وروسته  د آريانا شرکت په امتياز دجلا  تړون په ترڅ کې سعودي عربستان ته دهيواد دحاجيانو دليږدونې په مقصد لاسليک شو چې  تادياتي مکلفيتونه يې  داماراتو دهوايي کمپنۍ له لوري سره  په ټاکلي وخت تصفيه شوي، خو دغې کمپينۍ لس اعشاريه پنځه مليونه ډالره دخپلو الوتکو  دتوقف له امله  په کال کې په سلو کې له اضافي پنځه ګټې سره  په دې نامه  چې دغه قرارداد په خپل وخت  نه دى فسخه شوى ،  غوښتي دي.
د وزيرانو شورا دبهرنيو چارو وزارت موظف کړ چې دترانسپورت او هوايي چلند له وزارت او دآريانا-افغان هوايي شرکت سره په تفاهم کې موضوع دې دموجودو سندونوله مخې له ډيپلوماتيکي لارو دمتحده عربي اماراتوله لوري سره طرحه او حل کړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزير دهيواد دپوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د استادانو دمعاشونو زياتوالى غونډې ته طرحه او څرگنده يې کړه چې د وزيرانو شورا د ١٣٩٢ کال د زمري دمياشتې د ٢١ نيټې دغونډې دپريکړې له مخې  دعدليې د وزير په مشرۍ موظف کميسيون د ماليې وزارت په تفاهم د معاشونو نوى  نورم ترتيب او دمنظورۍ په مقصد يې د وزيرانو شورا ته وړاندې کړى دى.
د وزيرانو شورا دپوهنتونونو او د هيواد دلوړو زده کړو دموسسو د استادانو  دمعاشونو  د نوى نورم په باب دموظف کميسيون طرحه تصويب او دماليې وزارت يې موظف کړ چې د استادانو د روان کال دلړم او دليندۍ دمياشتو معاشونه دې  دلوړو زده کړو وزارت  د بودجې له سرجمع څخه ورکړي او په  ١٣٩٣ مالي کال کې دې  دغه زياتوالى دلوړو زده کړو وزارت په بودجه کې  دې شامل کړي.
په همدې ترتيب دلوړو زده کړو وزير دکور جوړولو د قصبې په بلاکونوکې  د استوګنې دڅلويښتو اپارتمانونو دپلورنې په باب ددغه وزارت پيشنهاد غونډې ته طرحه او ويې ويل: د وزيرانو شورا د ١٣٨٨ کال د زمري دمياشتې د ١٩ نيټې  او د ١٣٨٩ کال د زمري د٢٥ نيټې دغونډو د پريکړو له مخې د قصبې د استوګنې ١٥ بلاک،٤٠  اپارتمانونه، د اته شپيتو مليونو افغانيو په ټوله بيه دښارجوړولو  د چارو د وزارت له خوا دکابل پوهنتون په استادانو د ويشلو په مقصد جوړ شوى و چې داستادانو دتګ راتګ لپاره دلارې دلرې والي په نسبت  ستونزې رامنځته کوي. دهغه تفاهم له مخې چې د ښار جوړولو د چارو له وزارت سره وشو؛ موافقه وشوه چې دغه اپارتمانونه دې ددغه وزارت له خوا وپلورل شي او د ښار جوړولو  وزارت دې په همدې بيه په ميرويس ميدان کې د لوړو زده کړو وزارت په ملکيت  کې نوى بلاک جوړ کړي چې دتصويب وړ وگرځيد.
وروسته دملي دفاع وزارت دسياسي اوپاليسى معين  دشهيدسردارمحمدداودخان د ورثې پخوانى ملکيت د ٤٦٩ جريبه ځمکې استملاک چې د سردار محمودغازي او نجيب الله له خوا پيرودل شوې ده او اوس دملي دفاع وزارت ورباندې د خپل  ١١١ کنډک تاسيسات جوړکړي دي؛ غونډې ته طرحه او څرگنده يې کړه چې دکابل ولايت اداري غونډې د يو جريب ځمکې بيه درې اعشاريه څلور مليونه افغانۍ  تثبيته کړې ده .
د وزيرانو شورا  له هراړخيرو خبرو  وروسته  د دغې ځمکې داستملاک بيه يو جريب په دوه مليونه افغانۍ تصويب کړه او دماليې او دملي دفاع وزارتونه يې موظف کړل چې د استملا ک بيه دې  په قسطونو سره دهغو خاوندانو ته ورکړي .
دغونډې په  دوام د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس او دپوهنې وزارت  داسلامي تعليماتو معين دبدخشان ولايت دمرکز فيض آباد ښار دښاروالۍ ملکيت  دسپورتي کمپلکس دپارکينګ او رستورانت دساحې دتعديل وړانديز ددغه ولايت دپوهنې رياست د ودانۍ لپاره غونډې ته طرحه چې دتصويب وړ وگرځيد .
دغونډې په پاى کې دعدليې وزير او دکورنيو چارو وزارت دامنيتي تصدۍ دعامه  محافظت معين د امنيتي تصدۍ د دريمې او يوپنځوسمې مادو دتعديل طرحه  چې د امنيت شورا په غونډه کې تائيد شوې ده؛ غونډې ته طرحه او څرگنده کړه  چې په دې تعديل کې دامنيتي تصدۍ دکار دوام د ١٣٩٤ کال د وري دمياشتې  ترلومړۍ نيټې پورې اټکل شوى دى چې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته