امنیت

څلور تنه دتروريستې او انسان تښتوونې په تور ونيول شول

کابل باختردوري دمياشتې ٣١ :

دملي امنيت داداري منسوبينو پرون يو شميرکسان دتروريستې عملونو، غلا او انسان تښتونې په تور ونيول .

دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ

دپکتياولايت اوسيدونکى عبدالرحمن دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ اوسيدونکى دپيښور دشمشتو په کمپ کې دجامع هدايت دمدرسي طالب العلم نصيراحمد، دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ اوسيدونکى سلطان محمد اودنورستان ولايت دوانت  دولسوالۍ اوسيدونکى محمددين دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينوله خوا دننګرهار ولايت له مربوطاتو څخه ونيول شول. له دوي څخه يوه اندازه چاوديدونکي توکي او دپوځې زده کړو يوه کتابچه ترلاسه شوې ده دوي غوښتل  ځانمرګي اوتروريستې بريدونه ترسره کړي .

په يو بل اقدام کې دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو په ننګرهار ولايت کې ګل محمد چې په ضابط مشهور دي عاشق الله اوموسم خان په نومونو چې دننګرهارولايت اوسيدونکي دي  او دجلال اباد ښار دمخابراتوپه چوک کې ديوتن صراف دپيسو دغلا په لټه کې وونيول اودرسول خان په نامه يو بل سړى چې دننګرهار ولايت اوسيدونکى دى ددغه و لايت ديوبل اوسيدونکى دتښتونې په تور نيولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته