امنیت

دسمنګانو ولايت دوګړنيو پوليسو مشورتي رييس شهيد شو .

کابل باختر دکب يوويشتمه :
دسمنګانو ولايت دکوز درې صوف ولسوالۍ د وګړنيو پوليسو مشورتي رييس تيره شپه دوسله والو طالبانو له خوا شهيد شو .
دکوز درې صوف ولسوال فخر الدين مبارز دباختراژانس خبريال ته وويل:دطالبانو نهه کسيزې  ډلې ددغې ولسوالۍ دسادات په کلي کې دشپږ ديرش  کلن سيد ذکر دو ګړنيو پوليسو دمشورتي رييس کور په دغې ولسوالۍ  کې کلابند کړ او دده له وژنې وروسته وسله والو طالبانو نيت درلود ددغې ولسوالۍ داجراييه او دسکتوري  مديرانو داستوګنې په کورونو يرغل وکړي او هغوى ووژني .
مبارز زياته کړه : دپوليسو  سيمه ئيز ځواکونه ساحې ته ورسيدل  او له طالبانو سره يې جګړه وکړه چې هغو دشپې له تورتم  څخه په استفادې سره وتښتيدل .
دمسوولينودڅرګندونوله مخې : تراوسه پورې ددې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته