_ګرديز باختر د غويي د مياشتې ١٢ مه
د پکتيا ولايت د ګرديز ښار په ګډون د احمد اباد او زرمت په ولسواليو کې د ۳۱۱۵۰۰۰ افغانيو په لګښت د ممېزو د ساتلو لپاره اووه خونې جوړيږي.
د پکتيا ولايت د کرنې او مالدارۍ ريېس وليد احمد تسل د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې؛ د دغو خونو په جوړېدو سره به د بڼوالو هغه ستونزې حل شي چې اوسمهال ورسره مخامخ دي.پاى- وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ