نړۍ

دايران دنهم مجلس رايه اخيستنه پيل شوه

کابل باختردکب دمياشتې ١٢ :

دايران داسلامي جمهوريت دنهم مجلس  دنهمې دوري رايه اخيستنه نن دمليونونو تنو رايي ورکوونکو  په گډون پيل شو.

دباختر اژانس دخبرله مخې : دايران داسلامي جمهوريت رهبر آيت الله علي خامنه يي  دتهران په  مرکز کې دامام خميني په حسينه کې درايي ورکولو  دپيل  په لومړيو دقيقو کې خپله رايه وکاروله  او ويي ويل  چې نړيوال فشارونه  او دايران داسلامي جمهوريت پرخلاف  بنديزونه او لفظي ګواښونو ونه شو کړاي دمليونونو ايرانيانو  دحضور مخه ونيسي .

دغه راز  دپورتنيو دليلونو له مخې دمجلس دنهمې دوري دانتخاباتو حساسيت زيات شوي دي .

 درايي ورکولو مرکزونه به دتهران په وخت دماښام ترشپږو بجو پوري پرانستي وي  او دوخت دتمديدولو امکان شته .

څه دپاسه اته څلويښت مليونه تنه درايي ورکولو په شرايطو برابر دي  چي کولاي شي دنهم مجلس لپاره خپل دوه سوه نوي تنه استازي وټاکي.

دري زره  څلورسوه اووه شپيته تنه دمجلس  ددوه سوه نوي څوکيو  دنيولو په خاطر  ځانونه کانديد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته