سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال د خوړو نړیوال سازمان له اجرائیوي رئیس سره وکتل

کابل / د لړم ۱۶ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د خوړو نړیوال سازمان له اجرائیوي رئیس ډیوېډ بیزلي او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر هم حضور درلود، له افغانستان سره د خوړو نړېوال سازمان پر مرستو او د همکاریو پر دوام خبرې وشوې.
ډیوېډ بیزلي وویل: دا مهال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک له بد وضعیت سره مخ دي او دوی ته د رسیدګي لپاره زموږ سازمان هره میاشت ۲۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
هغه وویل: په عاجل ډول د بشري ناورین د مخنیوي لپاره موږ په ټول افغانستان کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو او اړمنو ته د نغدي مرستو د وېش پر میکانېزم کار کوو او په عملي کېدو سره به یې په مارکېټ کې د پیسو څرخ ته زمینه برابره او د افغانستان اقتصاد تر یو ځایه ښه شي.
په همدې حال کې مولوي عبدالسلام حنفي له افغانستان سره په مختلفو برخو کې د خوړو نړیوال سازمان له همکاریو مننه وکړه ویې ویل: موږ د ملګرو ملتونو ټولو سازمانونو سره هر ډول همکاریو ته چمتو یوو او د هغوی بشپړ امنیت تامینوو.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه: اوس په ټول افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او د بشري مرستو، بیارغاونې او زده کړو په برخو کې باید د ملګرو ملتونو ادارې قوي حضور ولري.
په ورته وخت کې د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده د خوړو نړیوال سازمان له همکاریو په مننې سره وویل: موږ د ملګرو ملتونو سازمان سره د همکاریو اوږد تاریخ لرو او دوی کولی شي د ولسوالیو شوراګانو له لارې د افغانستان ټولو کلیو او ولسوالیو ته په اغېزناک ډول مرستې ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته