کابل باختردلندۍ دمياشتې ١٥ :
د اساسی قانون پر تطبيق د څارنی خپلواک کميسيون د رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په مشرۍ په يوه فوق العاده غونډه کې په خصوصي تعلیمي مؤسسو کې د اساسي قانون د حکمونو د رعايت پر څرنګوالي بحث وشو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د حکومت د رسنيو په مرکز کې، د کميسيون د غړيو او د معارف وزارت او د خصوصي ښوونځيو، انستيټونو او ديني مدرسو د استازيو په ګډون جوړه شوې وه، د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په خپلې پرانستوونکې وينا سره په ټولنه کې د ښوونکيو او پوهنې په رول رڼا واچوله او زياته يې کړه چې خصوصي تعليمي مؤسسې بايد د هېواد د نوي نسل د روزنې تر څنګ په خپلو اړوندو چارو کې د اساسي قانون حکمونه هم رعايت کړي.
د کميسيون رئيس همدارنګه وويل چې خصوصي تعليمي مؤسسې د خپلې بقاء له پاره اړتيا لري چې له زده کوونکيو فيس واخلي خو بايد دغه مؤسسې تجارتي بڼه خپله نه کړي او د مادي اړخ په پرتله يې معنوي اړخ ته پاملرنه وشي چې هغه د هېواد د بچيانو سالمه روزنه ده؛ ځکه چې په دغه پړاو کې د تخصصي دروې يعنې د لوړو زده کړو بنسټ اېښودل کېږي او د هېواد د هر اړخيزې بيارغاونې له پاره د واقعي معمارانو اساس د پوهنې په دوره کې تړاو لري.
د پوهنې وزارت د خصوصي تعليمي مؤسسو د برخې سلاکار ښاغلي نصرالله کوير په خپلو خبرو کې د پوهنې وزير ښاغلي ډاکټر غلام فاروق وردک پيام ولوست چې په ترڅ کې يې د يادې غونډې د جوړېدو له امله له کميسيون څخه مننه شوې وه.
د کميسيون غړي او مرستيال ښاغلي پوهندوي عبدالقادر عدالتخواه په خپله وينا کې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون د دندو او صلاحيتونو په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې دغه کميسيون د جمهور رئيس، ملي شورا، مقنينه قوې، حکومت او دولتي او غير دولتي سازمانونو او مؤسسو له خوا د اساسي قانون له تطبيق څخه د څارنې صلاحيت لري.
همدارنګه د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې رئيس ښاغلي محمد داوود بابر له خپلو ستونزو څخه يادونه وکړه او له اړوندو چارواکيو څخه يې وغوښتل چې په تعليمي برخه کې د لاښه خدمتونو د وړاندې کولو له پاره د هغوی ستونزې حل او آسانتياوې ور ته چمتو کړي.
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون غړي او منشي ښاغلي ډاکټر محمد امين احمدي د اساسي قانون په رڼا کې د ښوونې او روزنې په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د اساسي قانون د ۴۳ او ۴۶ مادو د حکمونو په رڼا کې د دولت او خصوصي سکتور مسؤوليتونه توضيح کړل.
له هغه وروسته آزاد بحث پيل شو چې ګډونوالو په وار سره په خصوصي تعليمي مؤسسو کې د اساسي قانون د حکمونو د رعايت او په دې برخه کې له شته ستونزو څخه يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د کميسيون د همکارۍ غوښتنه وکړه.
چې د ښاغلي عدالتخواه له خوا د اړوندو ستونزو د حل له پاره د خصوصي انسټيټونو، ديني مدرسو، دارالمعلمينونو، ښوونځيو او پوهنې وزارت له با صلاحيته استازيو څخه د يوې کميټې د جوړولو وړاندېز وشو چې د ګډونوالو له خوا يې هر کلی وشو او تصميم ونيول شو چې دغه کميټه به خپلې غونډې د پوهنې د وزير يا د هغه با صلاحيته استازي تر رياست لاندې جوړوي. همدارنګه د کميسيون با صلاحيته استازي به د موضوع څرنګوالی له نېږدې څخه ارزوي او د راتلوونکيو تصميمونو د نيولو له پاره به د کميسيون مقام ته ريپورټ ورکوي.
په پای کې غونډه د کميسيون د غړي ښاغلي پوهنمل عبدالمنير دانش له خوا جمع بندي شوه او مثبته وارزول شوه.
5 2 دقیقې لوستل