سیاست

عبدالخالق بالاکرزی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام د چارو مرستیال وټاکل شو

کابل/ د مرغومي ١٧ مه/ باختر
   
عبدالخالق بالاکرزی د سولې په چارو کې د دولت  وزارت د قومونو د انسجام  په چارو          کې  د معین په توګه  نن د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر  عبدالسلام رحيمي  په دې غونډه کې په خپلو خبرو کې عبدالخالق بالاکرزی یو ملي شخصیت وباله او زیاته یې کړه چې نوموړي د سولې د بهیر مهمه برخه په غاړه اخیستې تر څو له بېلابېلو قومونو او پاړکیو څخه ټول خلک د سولې په بهیر کې شامل شي او د هغوی د ډاډ او باور په ترلاسه کولو سره ملي اجماع پیاوړې شي.
رحیمي ټینګار وکړ چې د ملت غوڅ اکثریت سوله غواړي او ویې ویل چې حکومت د سولې راوستو ته ژمن دی؛ په تېر کې د درې‌ورځني اوربند اعلان د دغه کار ثبوت دی. ده زیاته کړه چې دولت تر دې مهاله د سولې په بهیر کې مهم رول ادا کړی دی.
همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړښت د تأیید لپاره د دواړو ملي شوراګانو د غړو مننه وکړه او ویې ویل چې ملي شورا د باور رایې په ورکولو سره د سولې په چارو کې د دولت پر اوږو یو ډېر لوی مسوولیت کېښود. ده ټینګار وکړ چې دغه وزارت به هڅه وکړي تر څو د سولې بهیر په جدي ډول پر مخ یوسي او د باور او ملي اجماع عملي ګامونه واخیستل شي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د سولې، خبرو اترو او همدارنګه د دغو پروسو د اسانولو په برخه کې د خلکو، دولت او نړیوالې ټولنې د فعالیتونو منسجمول هغه موارد دي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به یې پر غاړه لري.
ښاغلي رحیمي له مخالفانو څخه هم وغوښتل چې د سولې د خبرو زمینه زر تر زره برابره کړي. ده یو ځل بیا څرګنده کړه چې سوله د افغانانو د خبرو اترو په پایله کې رامنځته کېږي او ښه ده چې رامنځته شوی فرصت یې وکارول شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو د انسجام د چارو مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د جمهور رئیس او د سولې په چارو کې د دولت د وزیز له باوره مندوی شو او ژمنه یې وکړه چې په ورسپارل شوو دندو کې به هېڅ ډول هڅه ونه‌سپموي او په اخلاص سره به خپله دنده اجرا کوي. همدارنګه ده وویل چې د ټول افغانستان له قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماوو سره به مشورې وشي، د افغانستان ټول قومونه به منسجم شي او د سولې لپاره به ګډ کار وکړي.
د ولسي جرګې غړي محمد عارف نورزي سوله د ټولو غوښتنه وبلله او ویې ویل چې ان د حکومت مخالفان هم د یوې عزتمنې سولې هیله لري. ده وویل چې سوله به د قومي مشرانو او د دولت له رهبرۍ او خلکو سره په تفاهم منځته راشي.  
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته