جوزجان باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
په جوزجان ولايت کې وسله والو طالبانو يو شپون په بېرحمانه ډول وواژه.
دغه شپون درې ورځې مخکې له خپلې رمې سره بېدرکه شوى و چې امنيتي مامورينو نن سهار د هغه مړى د مرغاب له ساحې څخه ترلاسه کړ.
د جوزجان ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه شپون په تبر سره په بېرحمانه ډول وژلى دى.
ده وويل: دغه سړى په زيات ګومان سره د طالبانو له خوا د ده د څارويو د غلا په خاطر تښتول شوى او وژل شوى دى.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
په همدې حال کې په جوزجان کې د يوه روغتون ډاکترانو وويل چې د دغه شپون بدن په بشپړه توګه ټوټې ټوټې شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل