سیاست

دلوګر دراي ورکولو په زياتو مرکزونوکې تراوسه پورې کار نه دى پيل شوى .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
په داسې حال کې چې دلوګر ولايت امنيتي مسوولينو  دجدي امنيتي تدبيرونو  دنيولو خبرورکوي  خو بيا هم  ددغه ولايت  دراي ورکولو په زياتو مرکزونوکې دغه بهير نه دى پيل شوي .
  دلوګر ولايت دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس  عبدالرحمن محبت باختراژانس ته وويل  چې دبايومتريک سيستم  دخرابوالي په نسبت ددغه ولايت  په مرکز پل علم ښار او زياترو ولسواليو کې دانتخاباتو بهير  نه دى پيل شوى . او ددوى کارکوونکو هلې ځلې کوي  چې ستونزه ډير ژر حل کړي او له بله پلوه په ځينو سيمو کې دانتخاباتو کارکوونکي تراوسه پورې دراي ورکولو مرکزونو ته نه دي رسيدلي . 
دلوګر ولايت امنيه قوماندان سمونوال  محمدابدالي وايي چې دلوګر په ګوټ ګوټ کې په ٣٤مرکزونو کې سخت امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي خو ستونزه  دانتخاباتو په کميسيون کې ده.
دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند دعمر فاروق دليسې  دراي ورکولو په مرکز کې  څه ناڅه څلور سوه تنو ښځو او نارينه و  په ليکه کې  ولاړ دي  او ددغه بهير  دپيل په تمه دي .
دلوګر والي  محمد انور خان اسحق زي او ددغه ولايت يوشمير نور مسوولين  دراي ورکولو مرکزونو ته لاړل  خودبايومتريک سيستم دخرابوالي له امله  بريالي نه شول چې رايه ورکړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته