امنیت

پنځلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :            
ددولت پنځلس تنه وسله وال مخالفين نن دکونړپه ولايت کې ووژل شول.
دغه وسله وال  مخالفين  ددغه ولايت داسمار ولسوالۍ  په مربوطاتو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره  دجګړې په بهيرکې ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دهېواد دپوځيانو او دوسله والو مخالفينو ترمنځ    جګړه داسمار ولسوالۍ په ماهيپر ساحه کې ونښته  او دطالبانو يوسيمه ييز  قوماندان  ملامصري هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
له دغې جګړې سره  جوخت وسله والو طالبانو  په دانګام ولسوالۍ کې هم دهېواد له پوځيانو سره  جګړه وکړه چې دپوځيانو  له مقاومت سره مخامخ شول  او وتښتيدل.
په دې جګړه کې ددولت دوسله والو مخالفينو په ځپلو کې دهېواد دهوايي اوتوپچي  ځواکونو رول اغيزمن بلل شوى دى  اودهېواد پوځيانو ته دسر زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته