فرهنګ

آوستون راډيو خپرونې پيل شوې

کابل – باختر دلنډى لومړى
داوستوپه نامه يوې راډيويي شبکې پرون په پکتيا ولايت کې په خپرونو پيل وکړ.
دغه راډيو داف – ام په څپو دورځې دولس ساعته خپرونې کوي.
داوستون راډيو دامتياز خاوند محمد کريم نوښتګر باختر آژانس ته وويل: دغه راډيو چې  د دري ويشتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت او داطلاعاتو اوفرهنګ درياست له خوا درسمي جواز دترلاسه کولو وروسته جوړه شوې ده دپکتيا دوالى جمعه خان همدرد له خوا پرانستل شوه او په خپرونويې پيل وکړ.
خبرځاى زياته کړه: دغه راډيو د ډول ډول پروګرامونو په خپرونو سره اوياکيلومترى واټن ترنشراتي پوښښ لاندې نيسي چې دمسلکى او تخنيکى غړو په ګډون پنځلس تنه پکې کار کوي دپکتياوالي  ددغې راډيو دپرانستلو په مراسمو کې وويل: دپکتيا ولايت دنورو برخو ترڅنګ دمطبوعاتو په برخه کې هم زيات پرمختګو نه کړي دي چې کولاي شو دصوتي رسنيو يادونه وکړو.
ويل کيږي دپکتيا والى هم ددغې راډيو دپروګرامونو دښه والى په خاطر دپنځو زرو ډالرو مرسته وکړه. اوس په پکتيا ولايت کې په ملي راډيو سربيره شپږ نورې راډيوګانې هم چې درې يې دپى آرتى له خوا تموليږي نشراتي فعاليت لرى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته