کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
د بغلان ولايت پوليسو نن د د ريو نجونو په ګډون اووه ويشتو تنو ماشومانو دقاچاقو مخه ونيوله.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ماشومان د دريو تنو انسان تښتوونکو له خوا د دوو فلانکوچ موټرو په واسطه دکندز له ولايت څخه پاکستان ته ليږدول کيدل چې د پلخمري ښار دپلټنې په پوسته کې دپوليسو له خوا ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه ، ښايي انسان تښتوونکو دغه ماشومان د ډار اچوونکو تعليماتو د زده کړې په مقصد له هيواد څخه بهرته ليږدول .
ويل کيږي چې دپيښې درې تنه عاملين له دغو ماشومانو سره امنيه قوماندانۍ ته ليږدول شوي دي او ټاکل شوې ده ماشومان کورنيو ته يې وسپارل شي.
1 1 دقیقه لوستل