نړۍ

امريکايي سناتور له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له امله خبردارى ورکړ

سنګاپور- دويچه ويله – باختر د غبرګولې دمياشتې ١١
د امريکا دمتحده ايالاتو سناتور جان مک کين له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د پلان شوى وتلو په باب سخت خبردارى ورکړ.
ده په سنګاپورکې په امنيتي نړيوال کنفرانس کې د دغه خبردارى دليل له عراق څخه تجربه وبلله چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته د داعش د تروريستي مليشو پرمختګ پيل شو.
مک کين وويل: ((موږ به په افغانستان کې ورته فلم ننداره کړو. په افغانستان کې د جګړې پاى ډير لرې دى.))
ناټو د تيرميلادي کال په پاى کې په افغانستان کې خپل جنګي عمليات په رسمي ډول پاى ته ورسول او د دغه هيواد د وسله والوځواکونو د روزنې او سلامشورې ورکولو نوي ماموريت يې پيل کړ چې تر راتلوونکې کال پورې پلان شوى دى.
دا چې څومره بهرني سرتيري به وروسته په افغانستان کې پاتې شي؛ تراوسه پورې معلوم نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته