ټولنه

داردو دسرتيرو په نسبت دجلال اباد ښار يانو هرکلى .

کابل باختر دزمري دولسمه : دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار اوسيدونکو دملي اردو دسرتيرو هرکلى وکړ . دداعش او طالبانو د ډار اچوونکو ډلو له خوا په ننګرهار کې د ډار اچوونکو بريدونو له زياتوالي وروسته اوس دملي اردو او سرتيري د امنيتي ځواکونو ترڅنګ په واټونوکې شتون لري او دشاريانو دامنيت په تامينولو بوخت دي . دجلال اباد ښاريانو دواټونو ترڅنګ داردو دسرتيرو له شتون وروسته دګلانو دګيديو په ورکولو او داحوالو په پوښتنې سره هغوى ته هرکلى ووايه . دننګرهار پوهنتون محصله رقيبه وايي چې دملي اردو له سرتيرو سره په کتنه کې يې دهغوى داحوالو پوښتنه کړې ده او دګلانو ګيدى يې ډالى کړى دي . ده وويل له دې امله چې د خپل هېواد سرتيري دخپل ښار په هرځاى کې ويني چې دهېوادوالو دامنيت په تامينولو بوخت دي دامن او وياړ احساس کوي . په همدې حال کې په جلال اباد ښار کې دملي اردو دځواکونو له ځاى پرځاى کيدو وروسته ددريو ورځو په بهير کې په دغه ښار کې کومه تروريستي پيښه نه ده رامنځته شوې . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته