سیاست

د جمهور رييس فوق العاده استازي د يونيتار د دفتر له رييسې سره وکتل

کابل باختر د ثور اته ويشتمه :
د جمهور رييس فوق العاده استازي د يونيتار د دفتر له رييسې مهيکوکمي ميتو سره وکتل .
د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود دافغانستان له خلکواو دولت سره دملګروملتو د سازمان په تېره بيا د يونيتار د دفتر د همکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې  ويل چې د ملګروملتو سازمان تل د افغانستان د دولت او ملت په وړاندې اغيزمن او رغنده رول لوبولى دى.
د جمهور رييس فوق العاده استازي له هېواد سره روزنيزې او علمي همکارۍ مهمې او حياتي وبللې او ويې ويل: له افغانستان سره د دوستو هېوادونو او بنسټونو د بېلابېلو همکاريو ترڅنګ زموږ هېواد د ښې حکومتوالى او د تحصيلي او اکاډميکي بنسټونو د پياوړتيا په ګډون په بېلابېلو برخوکې د ماهرانو روزنې ته اړتيا لري .
ده د جاپان په يوريشما کې د يونيتار د دفتر له رييسې ميرمن کمي ميتو څخه وغوښتل چې د ښې حکومتوالۍ په ګډون په بېلابېلو برخوکې د روزينزو بورسونو د برابرولو په لاره کې دې د افغانستان له دولت سره همکاري وکړي .
  ميرمن کمي ميتو هم په هېوادکې د کدرونو د روزنې د بهير د پياوړتيا لپاره د هېوادونو او د نړيوالو بنسټونو د همکارۍ د جلب په لاره کې د جمهور رييس د فوق العاده استازي د هڅو او هاند له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د يونيتار د سازمان په استازيتوب وويل: يونيتار غواړي په را روانو مياشت کې د ښې حکومتوالۍ په ګډون په بېلابېلو برخوکې د افغانستان د ځوانانو د روزنې لپاره لنډ مهالې او منځ مهالې روزنيزې دورې عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته