امنیت

طالبانود تيلو دوه ټانکرونه وسوځول

کابلباختردسنبلي٣٠
وسله والو طالبانو د تورخم په لويه لاره کې نن ديوافغان خصوصي شرکت  دتيلو په ټانکرونو بريد وکړ .
په دې بريد کې د تيلو دوه  ټانکرونه وسوځول شول  اوددغه کاروان يو موټرچلونکي  ټپي شوى دى .
پيښه نن سهار په پنځو بجو اوديرشو دقيقو هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو طالبانو چې په موټرسايکلونو سپاره وو  د وريښمو په تنګي کې د تيلو په ټانکرونو بريد وکړ .
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترا ژانس ته وويل  :  په دي بريد کې دتيلو دوه ټانکرو نه وسوځيدل او يو موټر چلوونکي ټپي شو .
دځواک دڅرګندونو له مخې :  دغه ټانکرو نه په يو افغان خصوصي شرکت  پورې مربوط   و .
عيني شاهدان وايي طالبانو له بريد او دشپږو ټانکرونو له سوځولو  وروسته وتښتيدل
ددغو شا هدان دڅرګندونو له مخې : دتيلو دټانکرو نو دسوځيدو له ا مله دغه لويه لاره له غرمې مخکې تر يوولس بجو  پورې د ترافيکو پرمخ تړلي وه .
په همدې حال کې دلغمان ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې د عاملينو دنيولو لپاره هڅې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته