سیاست

حامدکرزی: په تفریحي ځایونو باندې دبریدونو ترسره کول دافغانستان د دښمنانو دماتې علامه ده

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٢ نيټه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د قرغې بند په تفریحي سیمه کې د سپوږمۍ پر هوټل باندې ترورستي برید په کلکه وغانده او دغه عمل یې د افغانستان د دښمنانو د ماتې نښه وبلله.

 باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تیرې شپې پر۱۱:۳۰ دقیقو پنځه تنه ترورستانو د قرغې بند په تفریحي سیمه کې د سپوږمۍ پر هوټل باندې برید وکړ او د دغه هوټل د ساتونکو له وژلو وروسته یې په دغه هوټل کې ملکي وګړي یرغمل ونیول.

د هېواد امنیتي ځواکونو له یولسو ساعتونو جګړې وروسته ټول ترورستان له منځه يوړل او له څلویښتو تنو څخه زیاتو هغو کسانو ته چې په دغه هوټل کې د ترورستانو له خوا یرغمل شوي و، نجات ورکړ.

 په دى ترورستي برید کې د هوټل درې تنه ساتونکي، د پولیسو یو سرتیری او څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

حامدکرزی په داسې حال کې چې دغه ترورستي برید په کلکه غندي،  په تفریحي ځایونو باندې د هېواد ددښمنانو او دپردیو مزدورانو له خوا د دا ډول بریدونو ترسره کول، د هغوی د ماتې علامه ګڼي.

د افغانستان جمهوررئیس د ترورستانو په له منځه وړلو او د ملکي وګړو د ژغورلو په لاره کې د هېواد د امنیتي ځواکونو زړورتیا او مسلکي پوهه ستایي او هغوی ته دلابریالیتوبونو هیله کوي.

حامدکرزی همدا راز د دې ترورستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او هغوی ته د لوی خدای(ج) له درباره څخه د جمیل صبر هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته