سیاست

جمهور رئیس غني: افغانستان به خپل بهرنی سیاست هیڅکله بل چاته ونه سپاري

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۷ کلیزې په نمانځغونډه کې ګډون وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې جوړه شوې وه،  په پيل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د خپلواکۍ جشن د نمانځلود کمیسیون رئیس ډګرجنرال قدم شاه شهیم  وویل: زموږ ملت د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له وخته تر ننه د یو مستقل هېواد په توګه د خپلې بقا لپاره هڅه کړې ده او د هېوادنیو او ملي ارزښتونو د ساتلو په لار کې يې له هیڅ ډول سرښندنو ډډه نه ده کړې.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز زیاته کړه: امنیت او امنیتي ځواکونه زموږ د هېواد د پراختیا په بهیر کې بنسټ دی، له همدې کبله د هېواد د خپلواکۍ او ملي ارزښتونو ساتنه مهمه چاره ده چې له پرمختګ او امنیت سره داسې کلک تړاو لري لکه د یوې سکې دوه مخونه. 
ډګر جنرال قدم شاه شهیم وویل، خلک د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېره کې امنیت، آزادي او سرلوړي ویني، په همدې دلیل د دغو ځواکونو دنده دا ده چې خلکو ته امنیت ډالۍ کړي.
د هېواد لوی درستیز وویل: زموږ خلکو د زمري په ۲۸مه وښوده،په آزادي او خپلواکۍ کې ژوند ورته تر هر څه مهم دی او د ترلاسه کولو لپاره یې حتی خپل ځان او مال نه سپموي.
هغه وویل: زه په صراحت سره وایم چې د هېواد وسله وال ځواک د خلکو په ملاتړ مصمم دی، تر څو افغانستان د تروریستانو او د هغوی د ملاتړو په ادیره بدل کړي او په کنډوالو یې د آزادۍ او امید نیالګی وکري.
ورپسې جمهور رئیس غني خبرې وکړې او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د     ٩٧کا ليزې د مبارکۍ ویلو تر څنګ یې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه او قدرداني وکړه چې دا مهال د جګړې په لومړۍ لیکو کې قرباني ورکوي. 
جمهور رئیس زیاته کړه: دوه کاله مخکې د افغانستان دښمنانوتصور کاوه، چې د افغانستان صاحب منصبان او جنرلان د  هر اړخیز جنګ د اداره کولو ځواک نه لري، خو دوی ثابته کړه چې دا توانايي لري.
جمهور رئیس له نړيوالو همکارانو څخه له دې امله چې د وارسا په کنفرانس کې یې له افغانستان سره ژمنې نوې کړې د مننې پرمهال وویل، موږ له تروریزم سره په مبارزه کې یوازې نه یوو، ځکه زموږ بر حقه دریځ نړۍ منلی او درک کړی دی. 
محمد اشرف غني د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ ته په اشارې وویل، په تېرو سلو کلونو کې افغانانو د نن په څېر د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو قدرداني او ستاینه نه ده کړې. هغه زیاته کړه، زه د هېواد د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندان په توګه له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو دملاتړ او ستاینې مننه کوم.
جمهور رئیس وویل، څه موده وړاندې چې ځوانان په همدې تالار کې راټول شوي وو، وړاندیز یې وکړ چې په کابل کې دې یو واټ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نومه ونومول شي، خو ما ورته وویل، نه یوازې په کابل، بلکې په ټولو ولایتونو کې به یو یو واټ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په نومه ونومول شي.
جمهور رئیس د قوانینو په تصویب کې د ملي شورا د هڅو، د عالمانو د سراسري شورا د برحقه دریځ چې د حق ملاتړ یې وکړ، د افغانستان د ځوانانو د هلو ځلو او همدارنګه د هېواد د ښځو چې په ټولو ډګرونو کې په مستقلانه توګه استازیتوب کوي، مننه وکړه. هغه همدارنګه د جهادي رهبرانو اوشخصیتونو د هغو هلو ځلو قدرداني وکړه، چې د خدای په امر یې د وطن د دفاع په لاره کې کړې دي.
محمد اشرف غني وویل، موږ خپله کورنۍ آزادي نه ده ترلاسه کړې، ځکه کورنۍ آزادي مو درلوده، موږ د بهرني سیاست خپلواکي ګټلې ده.
جمهور رئیس په ټینګار سره وویل: افغانستان به هیڅکله خپل بهرنی سیاست چاته ونه سپاري، مستقل دولت یوو، مستقل سیاست لرو او دا بهرنی سیاست په پخلاینه، منطقوي او بین المللي همکاري ولاړ دی. موږ په بهرني سیاست کې داسې لاسته راوړنې لرو چې د تصور وړ نه وې.
جمهور رئیس وویل: پاکستان ته زموږ پیغام څرګند دی، د لوړو ملي ګټو په چوکاټ کې دولت په دولت مناسبات، ځکه موږ له خپلو ملي ګټو نشو تېرېدلی. یوازې زموږ د ملي ګټو په چوکاټ کې په سیمه کې ثبات راتللی شي.
محمد اشرف غني د پاکستان خلکو او مشرانو ته په خطاب کې وویل، د افغانستان په برخه کې د علامه اقبال شعرونه ولولي او څوک دې فکر نه کوي چې دلته په جبر حکومت کولای شي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان د ټولو خلکو یووالی او تحرک غواړم، ځکه زموږ اصلي دښمن یوازې جنګ نه دی، بلکې بې وزلي او ویجاړ اقتصادي حالت هم دی. موږ هدفمند یوو، واضح سیاسي اراده لرو او افغانستان سولې، ثبات او سوکالۍ ته رسوو او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تیار یوو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، خطر اوس هم موجود دی او د خطرونو د تحلیل لپاره باید واحد لیدلوری ایجاد کړو، ترڅو د هغه دلایل تشخیص شي، ځکه زموږ، سیمې او نړۍ د بربادۍ لپاره ۹ تروریستي ډلې فعالیت کوي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، موږ جرئت، شجاعت او فکر لرو، خو دا انسجام غواړي، نو نړۍ باید دا درک کړي چې څوک په سیمه کې د جرمي فعالیتونو لامل دي. هغه وویل، زموږ ټینګار پر دې دی چې موږ ټول په یو  صف کې ودرېږو او چاته اجازه ور نه کړو چې د اسلام له مبین دین څخه ناوړه ګټه واخلي.
جمهور رئیس وویل، په اسلامي نړۍ کې د مکې معظمې فتوا حیاتي حیثیت لري، خو په یوه پروسه د هغې بدلول همکارۍ ته اړتیا لري. موږ ویاړو چې د سیمې مطلق اکثریت هېوادونه په دې باور دي چې باثباته افغانستان د هغوی په ګټه دی.
محمد اشرف غني وویل، د اسلام د مبین دین لومړی فرمایش عدالت دی، اسلامي نظام او د اسلام سیاسي فلسفه پر عدالت استواره ده او د عادلانه نظام د راوړلو لپاره د قاضي القضات، لوی څارنوال او عدلي او قضایي سکتور له کوښښونو منندوی یم. هغه همدارنګه د هېواد د قضایي نظام د اصلاح په برخه کې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال محمد سرور دانش، د عدلیې وزیر او د هغه د همکارانو له کوښښونو څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د کابینې له ټولو غړو څخه د رامنځته شوي تحرک  او د ملت له دې باور څخه چې موږ خپلې اوبه د خپلې ابرو په توګه خوندي کوو او خپلې منابع د بې وزلي د له منځه وړلو لپاره کاروو، مننه کوم. هغه وویل، موږ یوازې په امنیت تمرکز نه کوو، ځکه زموږ اصلي موخه ثبات دی او په ثبات، اقتصاد، عدالت او حکومتوالۍ کې تحرک راځي او دا ټولې برخې له یو بل سره لازم او ملزوم دي.
جمهور رئیس زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین تل ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ثبات راوړل یوازې د قوې په استعمال نه راځي، زموږ جنرالانو چې جنګ لیدلی دی تر ټولو زیات له جنګ څخه کرکه لري، خو د تحمیلي جنګ په مقابل ک دفاع کوي، له دې امله یې  په عدلي او قضایي برخه کې د اساسي اقداماتو او ورځ تر بلې د هغو د زیاتېدو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس وویل، په اردو، پولیسو او امنیت کې له ملي وحدت او ملي سیاست پرته بل شی نه ځایېږي. هغه زیاته کړه: هر سرتېری، بریدمل، ساتنمن، افسر او جنرال د ټول افغانستان د حیثیت او عزت نمایندګي کوي او د ټول ملت ملاتړ ورسره دی.
محمد اشرف غني وویل، د افغانستان جمهور رئیس منفي احساسات نه لري، دا د تدبر، تعمق او مشورې څوکۍ ده او ډاډه اوسئ چې هر اقدام به د خدای د رضا او د خلکو په مشوره د هېواد د ملي ګټو په خاطر ترسره کوو.
جمهور رئیس د خبرو په پای کې وویل، هیله ده چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو جشن له وینې تویولو او ډزو پرته په سوله او آرامۍ کې ونمانځو او زه ډاډه یم چې دا ورځ به راځي.
د غونډې په جریان کې د چارود ادارې مرستیال نعمت الله ثایر د جمهور رئیس د فرمان په باره کې معلومات وړاندې کړل چې له مخې يې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په مناسبت د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د مرستو بسته، ۵۸تنو امنیتي او دفاعي منسوبینو ته بېلابېلې ترفیع، د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته د ستر جنرالۍ رتبې او د هېواد ۴۵۰تنو منسوبینو ته مډالونه او ستایینلیکونه منظور شوي دي.
د دغې غونډې په بهير کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت ارکستر د آزادۍ تراني وړاندې کړې چې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو جشن یې لا پسې ښکلی او رنګین کړ.
د غوندې په پای کې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف پر اتحاد او یووالۍ د ټینګار تر څنګ په دعا سره یاد مراسم پای ته ورسول.
په دې غونډه کې جهادي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي، د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنير محمد خان، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانونپوه سيديوسف حليم، د کابینې، ملي شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي، د جمهور رئیس یو شمېر سلاکارانو، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس قیام الدین کشاف او د دغې شورا یو شمېر غړو، د هېواد وسله والو ځواکونو یو شمېر منسوبینو او په کابل کې د کورډيپلوماتیک غړو ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته