امنیت

طالبانو يو دوکاندار وواژه

کابلباختر د سنبلي١٣
وسله والوطالبانو نن په کاپيسا ولايت کې يو دوکاندار وواژه.
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر اسدالله حميدي باخترآژانس ته وويل چې د تګاب ولسوالۍ د مندوزو د ساحې دوکاندار بشيراحمد تېرماښام د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.
د اوپراسيون آمر زياته کړه چې وسله والو طالبانو د دغه وژل شوى سړى مړى تر اوسه پورې امنيتي ځواکونو او يا کورنۍ ته يې نه دى سپارلى.
ده وويل: وسله وال طالبان يوازې غواړي د بې ګناه خلکو په وژنې سره خپلو بهرنيو بادارانو ته خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته