فرهنګ

په پارلماني چاروکې د دولت وزير د ژورناليستانو له مالي صندوق سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق مشرتابه هيئت نن په پارلماني چاروکې د دولت له وزير پوهنمل نبي فراهي سره وکتل .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
په دې کتنه کې د افغانستان د ژورناليستانو د ملاتړ د صندوق رييس محمد آصف وردګ د دغه صندوق د جوړيدو له وخت څخه تر اوسه پورې د هغه د فعاليتونو او د هغو مرستو په باب چې د خير غوښتوونکو شخصيتونو له خوا له دغه مرکز سره شوي دي او دغه راز د هغو مرستو په باب چې دغه صندوق له ژورناليستانو سره کړې دي؛ په پارلماني چاروکې د دولت وزير ته معلومات ورکړل او ويې ويل: دغه صندوق د هغو ټولو مسوولينو او ژورناليستانو هر اړخيزو مرستو ته چې مالي او معنوي توان ولري؛ اړتيا لري.
پوهنمل نبي فراهي د صندوق د مشرتابه هيئت د رضا کارانه فعاليتونو له امله په مننې سره د صندوق د پياوړتيا او د هغه د دوام لپاره د هر راز مرستې ژمنه وکړه .
کتنه په دوستانه فضا کې او په نږدې راتلوونکې کې د کنفرانس د جوړولو په ژمنې سره پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته