خبرونهفرهنګټولنه

عبدالمنان شېوای شرق: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پوهاوي ورکولو پيغامونو په خپرولو کې د درملو او خوړو د خونديتوب له ملي ادارې سره همکاري کوي

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېوای شرق نن د افغانستان د درملو او خوړو د خونديتوب ملي ادارې له معينې ډاکټرې خديجي آرين سره په غونډه کې، له یادې ادارې سره د دغه وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د افغانستان د درملو او خوړو د خونديتوب ملي ادارې معينې د دولتي رسنيو له لارې د دغې ادارې د پوهاوي ورکولو پروګرامونو او پيغامونو په خپرولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت او د افغانستان د درملو او خوړو د خونديتوب ملي ادارې ترمنځ د درملو او خوړو د ملي هوکړه ليک او لارښود د لاسليک کولو په اړوند هم خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين  د دولتي رسنيو له لارې د دغې ادارې د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو او پيغامونو په نشر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ او د هوکړه ليک د لاسليک کولو لپاره يې خپل تيارى څرګند کړ.

ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته