ټولنه

دننګرهار دسمسورتيا لپاره هڅو زور اخستى دى .

-کابل /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
په ننګرهار کې دسمسورتيا  اودځنګلونو دپراختيا لپاره هڅو زور اخستى دى .
ټاکل شوې ده په زرګونو نيالګي دننګرهار  په بېلابېلو برخو کې کېښودل شي
دننګرهاردناوې کرنيزشرکت ددغه پروګرام په چوکاټ کې ددوو مياشتوپه بهيرکې  دولس زره نيالګي په دويم  فارم کې کېښودل .
دننګرهار دکرنې اوبو لګولو اومالدارى رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې ټاکل شوې ده په زرګونو نيالګي ددغه  ختيځ ولايت په بېلابېلو برخو کې کېښودل  شي
هغه وويل هڅه کېږي چې دننګرهار په بېلابېلو  برخو کې  دځنګلونو ساحې پراخې شي تر څو دهوا دککړتيا دمخنيوي تر څنګ دغه ختيځ ولايت لازيات سمسور  شي .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته