خبرونهامنیتTOP

د کابل د والي د مرستیال محبوب الله محبي پر شهادت مطبوعاتي اعلامیه

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د هېواد له اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې مات شوي دښمن په ملکي تاسیساتو او موخو د چاودنو او بریدونو په لړ کې نن په ۹مه ناحیه کې د کابل د والي مرستیال محبوب الله محبي او د هغه سکرتر شهیدان او یو شمېر نور هېوادوال ټپیان کړل.
جمهوررییس غني د دغه برید د غندلو پر مهال وویل: د افغان ولس، حکومت او نړیوالې ټولنې د دایمي اوربند غوښتنې نه منلو او د دوحې له تړون وروسته په لویو لارو او ښارونو کې پر ملکيانو او عامه تاسیساتو د زیاتو شویو تروریستي بریدونو او چاودنو له مسوولیت څخه د طالبانو ډله خپلې اوږې نشي سپکولی.
د هېواد کشفي ارګانونه د تروریستانو د شیطاني تاکتیکونو خنثی کولو او د بشري جنایتونو ضد عملیاتو کې یو شمېر تروریستان له چاودېدونکو توکو او وسلو سره نیولي او د نورو د موندلو او نیولو هڅې هم روانې دي چې د خپلو ناوړه اعمالو په سزا به ورسېږي.
جمهوررییس اړوندو مسوولینو ته د دغه تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او قانوني مجازاتو ترڅنګ د دغې تروریستي پېښې د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د خدای تعالی (ج) له درباره د عاجلې روغتیا دعا کوي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته