امنیت

دداعش دډلې دقاضي په ګډون اووه تنه تروريستان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې   نهمه :
دداعش تروريستي ډلې ديو قاضي په ګډون اووه تنه ډار اچوونکي دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي  دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله دداعش دډلې ديو قاضي په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه بريدونه پرون دننګرهار ولايت داچين ولسوالۍ په باندر ساحه کې دوسله والو طالبانو په پټنځي ترسره شول چې له امله يې دداعش دډلې ديو قاضي په ګدون  دوه تنه داعشيان او دلښکر اسلام پنځه  تنه  غړي وژل شوي دي
ددغو بريدونو له امله ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته