واشنګټن/ د امريکاغږ/ د وږي٢٤مه
سپینې ماڼۍ اعلام کړی دی چې د القاعده شبکې د بنسټ ایښوونکي اسامه بن لادن زوی د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیموکې وژل شوی دی.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي: د حمزه بن لادن له منځه تلل نه یوازې د القاعده شبکې د رهبرۍ او د هغه له پلار سره د سمبولیکې رابطې له مهارتونو نه محروموي، بلکې د القاعده شبکې مهم سازماني فعالیتونه هم څرګندوي.
امریکا د اسامه بن لادن زوی "د القاعده لوړ پوړی غړی"، د پروګرامونو او د بېلابېلو تروریستي ډلو د فعالیتونو د تنظیم مسوول" معرفي کړی دی.
د اسامه بن لادن د زوی د وژل کیدو خبر شاوخوا دوه میاشتې مخکې یو شمېر رسنیو خپور کړی و، خو تر اوسه امریکایي مقاماتو هغه نه و تائید کړی.
د رپوټونو له مخې: حمزه بن لادن د مړینې په وخت کې ٣٠ کلن و.
د هغه پلار په ١٩٩٦ م کې د امریکا پر ضد جگړه اعلان کړه او په ٢٠٠١ م کال کې یې پر امریکا باندې د سپټمبر د ١١مې بریدونه طرحه کړل چې شاوخوا ٣٠٠٠ کسان په کې ووژل شول.
بن لادن په پاى کې په ٢٠١١ م کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکایي پوځیانو په ځانگړو عملیاتو کې ووژل شو.
د هغو لیکونو پر اساس چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن په کورکې موندل شوي؛ د هغه زوی حمزه په کوچنیتوب کې ټاکل شوی و چې یوه ورځ د القاعده شبکې د سازمان مشري په غاړه واخلي.
امریکا د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په میاشت کې حمزه د ترهگرۍ په ځانگړي لست کې شامل کړی و.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل