نړۍ

هند داسيا په جنوب کې له روغتيايي ستونزو سره نوي لارې چارې لټوي .

نوي ډيلي  باختردسلواغي  اوولسمه

 هند داسيا په جنوب کې له روغتيايي ستونزو سره دمقابلې لپاره دګډو همکاريو دپياوړتيا دلارو چارو دموندلو غوښتنه وکړه .

 دهند دروغتيا وزير غلام نبي   ازاد  داسيا دجنوب دروغتيايي  څيړنو دڅلورمې  سيمه ئيزي غونډي په پرانستلو  کې چې دهند دروغتيايي  څيړنو دشورا له خوا په نوى ډيلي جوړه شوې ده  ټينګار وکړ چې داسيا دجنوب هيوادونو برخليک په بې وزلي ناروغي اوطبيعي  افتونوکې نغښتي دي او په همدي دليل له دغو  ستونزو سره دمقابلي لپاره له دغو هيوادونو  سره همکاري لازمه ده .

 په دې کنفرانس کې  به دکولرا، نس ناستي ، ددرملو د مقاومت ، انفلونزا، خوار ځواکې اودميندو اوماشومانو دمړينې دناروغي او دسرطان او ديابت په شان  دسختو  ناروغيو په ګډون دروغتيايي موضوعګانو په باب خبري وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته