امنیت

دځانګړو ځواکونو يو قوماندان دماين دچاودنې له امله شهيد شو .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دځانګړو ځواکونو يو قوماندان په زابل ولايت کې دماين دچاودنې له امله شهيد شو .
قوماندان محمد نسيم اميري کوم ځاى ته روان وو د ده دسپرلۍ کاروان په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې له يوبل پوځي سره شهيد شو او درې تنه نور ټپيان شول.
د زابل ولايت يوه امنيتي مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې دځانګړو ځواکونو قوماندان محمد نسيم اميري له يوبل پوځي سره شهيد شو او څه ناڅه درې تنه نور ټپيان شول .
قوماندان اميري دبغلان ولايت اوسيدونکى دى اوپه وروستيو کلونو کې يې له تروريستي ډلو سره په لسګونو جګړو کې ګډون کړى و او دغو ډلو ته يې سخته ماتې ورکړې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته