سیاست

جمهوررئیس غني والیانو ته په خطاب کې: خلک د نوم لیکنې بهیر ته وهڅوئ، خو مداخله مه کوئ

-کابل باختر د ثور  ديارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ارګ د توحید په ملي مرکز کې د ویډیويي کنفرانس له لارې د ولایتونو له والیانو، امنیتي مسوولینو او د پوهنتونونو له رئیسانو سره خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ویډیويي کنفرانس کې جمهوررئیس له هغوی سره د ټاکنو په بهیر کې د خلکو د ګډون، له فساد سره د مبارزې او خبریالانو او څېړونکو ته د معلوماتو د ورکړې په هکله د والیانو د همکاری په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس وویل، ټاکنې زموږ ملي وجیبه ده او له شفافو ټاکنو پرته ولسواک نظام نه ټینګېږي.  هغه زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې په ټاکلي وخت وشي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او همداراز د جمهوري ریاست ټاکنې به په بشپړې خپلواکۍ سره ترسره شي او په والیانو یې ټینګار وکړ: لکه څنګه چې د حکومت مشرتوب مداخله نه کوي، والیان هم په دغه بهیر کې د مداخلې حق نه لري.
محمد اشرف غني پر اصلاحاتو او له فساد سره پر مبارزې د ټینګار ترڅنګ د والیانو او د ولایتونو د پوهنتونونو د رئیسانو له وړاندیزونو او ارزونو مننه وکړه.
جمهوررئیس وویل، د قانون حاکمیت او له فساد سره د مبارزې عالي شورا، د فساد موضوع په جدي توګه تعقیبوي.
جمهوررئیس غني والیانو ته لارښوونه وکړه چې له خبریالانو او څېړونکو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې همکاري وکړي او هغوی ته له سلیقوي چلند پرته یو شان معلومات ورکړي. هغه ټینګار وکړ، د خبریالانو په وړاندې هر ډول ګواښ او زور ویل جرم ګڼل کېږي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر نن په رسمي ډول پیل شو او په بریالیتوب به ترسره شي.
همداراز په دغه ویډیو کنفرانس کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش هم خبرې وکړې او په مرکز او ولایتونو کې یې د خبریالانو د امنیت پر خوندیتوب د ټینګار ترڅنګ وویل، د هېواد والیان دې د خبریالانو د امنیت په برخه کې هڅه وکړي.
د دغه ویډیو کنفرانس په پای کې لوی څارنوال فرید حمیدي، د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري، د ټاکنود خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد او د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په ټاکنو کې د خلکو د ګډون او د فساد په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته