سیاست

دبادغيس ولايت له يوشمير اوسيدونکو سره دهيواد داجراييه رييس کتنه .

کابل باختر د کب دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  نن له غرمې وروسته  دبادغيس ولايت   له يوشمير  عالمانو ، سپين ږيرو اومشرانو سره  وکتل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ . په دې کتنه کې برخه والو ددغه ولايت دخلکو  ستونزې بيان کړې  او په تيرو دولتونو يې  ددغه ولايت  خلکو ته  دنه پاملرنې  په دليل  انتقاد وکړ .
  دوى په همدې حال کې بيا جوړولو او د ژوندانه  دښو زمينو او ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو برابرولو ته  دملي وحدت دحکومت دمشرانو په تيره بيا دهيواد داجراييه رييس دپاملرنې غوښتنه وکړه .
  له بلې خوا  دوى وايي  سره له دې چې  په دغه ولايت کې  دهيواد خلکو ته  دخدمت لپاره کدرونه شته  خو تيرو دولتونو هيڅکله  دغې مسئلې ته  پاملرنه نه ده کړې او اوس  دملي وحدت  له حکومت څخه غواړي  چې  ددوى له ظرفيتونو څخه دې  په دولت کې  مناسبه استفاده وشي .
دغه راز  دلويديځ زون  او په تيره بيا دبادغيس ولايت  ميرمنواو نجونو ته دامنيت  نشتوالي يوه بله  ستونزه وه  چې په دې کتنه کې برخه والو  دهغې  دڅيړنې او حل کولوغوښتنه وکړه .
په همدې حال کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دبادغيس ولايت دخلکو دستونزو  اومشکلاتو په تاييدولو سره  ټينګار وکړ  چې دبادغيس ولايت دخلکو قانوني او روا غوښتنې به وڅيړل شي .
  دهيواد اجراييه رييس دغه راز زياته کړه چې په هيواد کې  دثبات تامينول  دملي وحدت دحکومت  ددندو او مسووليتونو څخه دي  او په ترسره کولو کې به يې  له ټول توان  او امکاناتو څخه استفاده وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته