امنیت

ديو افغان هنرمند دترور دعاملينو دنيولو لپاره دپوليسو هلې ځلې

کابل  باختردليندي دمياشتې  ٢٩ :
دافغانستان په ختيځ  ننګرهار ولايت کې دسينما ديو لوبغاړې له ترور څخه يوازي دوه ورځې وروسته افغان مقامات وايي چې ددغه ترور  دعاملينو دپيژندلو لپاره يې پلټنې پيل کړي دي .
په ظاهرارماني ددوشنبې  په ورځ په بهسودو ولسوالۍ کې  دده کورته څيرمه دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو او و وژل شو.
امنيتي مامورينو وروسته دسينما ددغه لوبغاړې مړى دسه شنبې په شپه ترپله لاندې ترلاسه کړ.
دظاهرارماني  کورنۍ وايي  چې ده ته تيلفون وشو او له کوره ووت او وروسته و وژل شو.
دوي وايي  دغه هنرمند له چا سره دښمني نه لرله .
په همدي حال کې سيمه ييز مقامات  ددغه هنرمند په ترور کې دوسله والو طالبانو لاس لرل نه ردوي  خو وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو لپاره يې پلټنې پيل کړي دي .
دننګرهار دوالي ويندوي احمدضيا عبدالزي باختراژانس ته وويل  په بهسودو  ولسوالۍ کې  جدي پلټنې پيل شوي دي  چې ددغه هنرمند دترور عاملين وپيژندل شي او ونيول شي .
له بله پلوه دننګرهار دپوليسو يو مقام وايي چې امنيتي مامورين له دغه هنرمندسره دتيلفوني اړيکو په څيړنه بوخت دي .
په همدي حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  اودبشردحقوقو مدافع مرکزونه  ، مدني ټولنې او دافغانستان دسينماګرانو اتحاديه ددغه هنرمند دترور پرخلاف غبرګون  ښودلي  د ي اوله سيمه ييزو مقاماتو يې غوښتي دي  چې ددغه ترور عاملين ډير  ژر وپيژني   او ويې نيسي  .
ظاهر ارماني  ديرش کلن و  او نږدي اووه کاله   کېده  چې دسينما نړۍ ته يې مخه کړې وه.
ده په دې موده کې په زياتو فلمونو کې رول ولوباوه او زيات برياليتوبونه يې ترلاسه کړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته