امنیت

دسړک جوړولو څلور تنه کارګران طالبانو له ځان سره بوتلل .

کابل باختر د سلواغې پنځلسمه :
وسله والو طالبانو په جوزجان ولايت کې دسړک جوړولو ديوه خصوصي شرکت څلور تنه کارګران له ځان سره بوتلل .
  دجوزجان ولايت  امنيه قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل  دسړک جوړولو دغه شرکت ساحې ته  دخپلو کارګرانو دورتګ په باب  پوليسو ته  خبر نه وو ورکړى .   ويل کيږي چې دغه کسان  دقوش تيپې ولسوالۍ دترګمن  قدوق  په ساحه کې  تښتول شوي دي .او ددوى تښتونه له هغې نښتې سره  اړيکه نه لري چې نن  په دې ساحه کې  وشوه .  داپه داسې حال کې ده چې دجوزجان  او سرپل  دپوليسو  مسوولينو دوه ورځې مخکې  دسرپل  ، شبرغان  دلويې لارې  په شاوخوا کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل  او له امله يې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته