نړۍ

په پاکستان کې د هندي-يوناني لرغوني ښارکشف

اسلام اباد باختر د چنګاښ  اتمه:
  لرغونپوهانو د خيبر پښتونخوا ايالت په سوات دره کې د يوه هندي-يوناني لرغوني ښار پاتې شوني کشف کړي دي چې لرغونتيا يې ٢٠٠٠ کلونو ته رسيږي. کشف شويو آثارو ته په پاملرنې سره ويل کيږي چې په دغو سيموکې يوناني توکمو ټولنو ژوند کاوه .
د يوه پاکستاني لرغونپوه نياز شاه د څرګندونوله مخې: د پاکستاني او ايټالوي لرغونپوهانو له څو کلونو ګډو کيندنو او تحقيقاتو وروسته د خيبر پښتونخوا ايالت د سوات درې په سيمه کې د کابو دوه زره کلونو په لرغونتيا سره سکې، وسلې او خټينې لوښې کشف شوې دي .
دغو کشفياتو ته په پاملرنې او د پاکستاني کارپوهانو ټيم د اټکلونو له مخې، ښايي  په دغو سيموکې يونانيانو د يوې قومي ټولنې په توګه ژوند کاوه .
د پاکستاني ورځپاڼې ډان د خبر له مخې:
په  پريکوټ ښارکې د کشف شويو خټينو لوښو لرغونتيا د باختر لرغوني زمانې ته رسيږي چې د مديترانې له حوزې څخه دغې سيمې ته ليږدول شوي دي .
د نياز شاه دڅرګندونوله مخې: دکشف شويو وسلو زيرمې او دفاعي ديوالونه ښيي چې په دغو سيموکې د يونانيانو د سکندر کبير د اردو د يوې برخې په توګه استوګنه لرله، وروسته يونانيانو له هندوانو سره په ګډه يوه مدني ټولنه جوړه کړه او د لومړنې يووالي ټولنې په توګه دغو سيمو ته تللي دي .
دمقدونيي پاچا او سکندر کبير له ميلاد څخه مخکې په  څلورم پيړۍ کې  خپله امپراتوري د هند تر نيمې وچې پورې پراخه کړې وه .
د نياز شاه د څرګندونوله مخې: دکالاش قوم چې د هندوکش د غرونو په لمنوکې استوګنه لري؛ ځان د سکندرکبير له خپلوانو څخه بولي خو داوسنيو لرغونو آثارو کشفيات لومړنۍ دغه شان پيښه بلل کيږي .
نياز شاه د آلمان خبري آژانس ته ويلي چې په تيرو وختونوکې هم د هند لوري ته د سکندرکبير په تګلوري کې ديونان د مدنيت آثار ليدل شوي دي خو دا لومړنى پلان شوي ښار دى چې موږ تر اوسه پورې پيژندلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته