امنیت

په قندهارکې د ماين د چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٥ :
په قندهار ولايت کې د ماين د  چاودنې له امله شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دغه پيښه تېره شپه د شاولي کوټ ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
د قندهار ولايت وياندصميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې  چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
ده وسله وال طالبان ددغې مرګانۍ پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
تر اوسه پورې د دغې مرګانۍ پيښې مسووليت  چاپه غاړه نه دى اخيستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته