سیاست

تبصـــره

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ١٠ :
جمهور رييس غني وايي چې په افغاني ټولنه کې له ښځې سره  د دښمنۍ تفکر لاتراوسه پورې هم شته  او له  دغه شان  يوې شخړې څخه وتل  بنسټيز بدلون  او بنسټيزو خبرو ته اړتيا ده .
د باخترآژانس مبصر ليکي :
جمهور رييس محمد اشرف غني پرون  د ښځو په برخه کې د ملګروملتو دسازمان دامنيت شورا  د١٣٢٥ ګڼه پريکړه ليک دتطبيق د معرفي کولو په مراسمو کې  چې په هغو کې  په ټولنو کې  هغه هم په بيلابيلو اړخونو کې د ښځو د حقوقو په رعايتولو او ساتنې باندې ټينګار شوى دى  خبرې کولې  : په ډا ګه په هېواد کې  له ښځې سره په  دښمنۍ نيوکه وکړه او ويې ويل ؛  چې لاتراوسه پورې هم له ښځې سره ددښمنۍ تفکر په افغاني ټولنه کې واکمن دى . آن  زموږ دډيرو لوړو زده کړو  خاوند کسان کله ناکله له ښځې سره دښمنۍ کوي  او ددغې شخړې  حل کول  بنسټيز بدلون او بنسټيزو خبرو ته اړتيا لري او بايد  روحانيون ؛ دمدني ټولنې فعالان او دښځې دحقوقو  فعالان   ددغې  نقيصې  په له منځه وړلو کې ګډه  ژبه پيدا کړي دغه راز ضروري ده چې ددولت درې  ګونې قواوې  دښځو دحقوقو دتحقق لپاره  لازيات يو موټي شي او  زيات کار وکړي.
دغه راز جمهور رييس وويل  چې زموږ په  ټولنه کې ډيره سخته ستونزه  ښځو ته دشرايطو برابرول دي  او بايد  ښځو ته نظر د ښځې په توګه طرحه شي .
دجمهوررييس  غني څرګندونې په داسې  حال کې کيږي  چې  دافغانستان  په  نارينه سالاره ټولنه کې   ښځې له زياتو ستونزو سره  مخامخې دي  او دښځې پرخلاف  تاوتريخوالى په بيلابيلو بڼو په کورني  چاپيريال ، دکار په  چاپيريال او ټولنه کې  تپل کيږي .
ددې ترڅنګ  د ټولنيزو خدمتونو ، روغتيايي خدمتونو او د روزنيزو خدمتونو  کمښت او د دوام نشتوالى په داسې  کچه کې نه  دي چې وکولاى شي د افغان ښځې اوسنيو اړتياو  ته ځواب  ووايي.  افغانستان لاتر اوسه پورې هم  دهغو لسو هېوادونو  په جمله کې دى چې د ميندو او ماشومانو د مړينې  کچه  پکې لوړه  ده او  لاتراوسه پورې هم  زياتره  ماشومان ، تنکي ځوانان او ځوانان  چې  ښوونځي ته ديون  له  فرصت څخه بې  برخې دي ، نجونې دي.
د دغو مسلو ترڅنګ  لاتر اوسه پورې هم ښځې  د هېواد په  ځينو سيمو اوپه ځينو کورنيو کې د خپل مهر ، ميراث  او د نورو مادي  حقوقو  له اخيستلو څخه بې برخې دي . په کورنيو کې  ډول  ډول تاوتريخوالى  او په  دغه شان کورنيو کې دښځې   د ارزښت  کمښت  د افغان ښځو ستونزې  لاپسې زياتې کړې دي .
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ستونزو عوامل اوعلتونه   څرګند او په  ډاګه دي  خو  دولت  او د قانون د ساتنې  بنسټونه  د تيرو کلونو په بهېر کې  چې د ښځې د حقوقو  دساتنې او تامينولو  شعار ورکول کيده  د ښځو دحقوقو په تامينولو کې  دومره  بريالي نه وو.
دچارو کارپوهان په دې باور دي  سره له  دې چې افغانستان  د قوانينو  د لرلو  په  لحاظ  دسيمې د هېوادونو ترمنځ  په ښه حالت کې دى  او موږ په ښه توګه  دخپلو ټولنيزو چارو د سمون لپاره زيات قوانين لرو خو دقانون دتطبيق دفرصت او زمينې نشتوالي موږ له يوې تشې سره مخامخ کړي  يو او  د قانون  نه تطبيق  په خپله  عوامل لري  چې بايد  اړونده بنسټونه  دهغو  جرړې پيدا کړي اوله  منځه يې يوسي
د جمهور رييس دغه خبرې  د دقت وړ دي  چې وايي   زموږ اساسي قانون  د هر وګړي  حقوق  مشخص  کوي او ټول اسلامي عقايد  په  قوانينو کـې ځاى کړاى شوى دى.
په هېـــواد  کې د ښځو  د حقوقو  د رعايتولو ډيره ښه لاره د اسلامي  لارښوونو پيروي او د هغو قوانينو  تطبيق دى   چې بايد  درناوى يې  وکړو  او  دتطبيق   زمينه يې برابره  کــــړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته