– کابل /دسلواغې ۲۲مه /باختر
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار له خوا د یوه نیالګي په کېنولو سره په دغه ولایت کې د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د هرات والي، د دولتي بنسټونو مسولانو او د هرات ښاروال په ګډون جوړه شوې وه د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د سمسور چاپیریال د لرلو او د هغه ساتنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ټولو دولتي او خصوصي ادارو له مسوولینو او خلکو وغوښتل چې په دې کمپاین کې په پراخ ډول ګډون وکړي.
دغه راز د هرات ښاروال حیات الله مهاجر فراهي وویل: ټاکل شوې ده دغه اداره په روان کال کې ۶۰زره میوه لرونکي او ډولي نیالګي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنوي.
هغه د هرات له ټولو خلکو وغوښتل چې د کېنول شویو نیالګیو ساتنه وکړي.
ج-ا