امنیت

په سمنګانوکې دغيرمسوولو وسله والوکسانو ترمنځ جګړه کې دوه تنه ووژل شول

ايبک باختر دوږي دمياشتې ١٣  نيټه  :
په سمنګانو ولايت کې  د دوو تنوسيمه ييزو قوماندانانو د وسله والوکسانو ترمنځ د جګړې له امله دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول منير رحيمي باختر آژانس ته وويل چې د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو پلويانو پرون مازيګر  د غيږې نيونې د سيالۍ په بهيرکې له ناندرو وروسته وسله واله نښته وکړه چې په نتيجه کې دوه تنه ننداره کوونکي ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
رحيمي زياته کړه چې له سيمه ييزو افرادو سره د وسلو شتون د دغه شان پيښو د رامنځته کيدو سبب کيږي چې د سيمې اوسيدونکو ته جدي ستونزې رامنځته کوي.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته