محمودراقي باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
په کاپيسا ولايت کې يوه سړي خپل دوه خوريونه ووژل .
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ تېره شپه په نجراب ولسوالۍ کې په وسله واله نښته کې يوه سړي خپل دوه خوريونه د تومانچې په ډزو سره ووژل ،يو بل خورى يې ټپي کړ او له سيمې څخه وتښتېد.
قادري زياته کړه ، د دغې وسله والې نښتې علت کورنى تاوتريخوالى دى .
هغه وويل پوليسو په دې باب تحقيقات او د قاتل د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.پاى عطاالله ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ