سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : دناتو مشرانو له افغانستان سره خپل غوڅ ملاتړ اعلام کړ.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دوزيرانو شورا دغونډې په پيل کې له افغانستان سره دناتو دملاتړ په باب وويل : دناتو مشرانو له افغانستان سره خپل غوڅ ملاتړ اعلام کړ.دباختر آژانس دخبرله مخې : ډاکتر عبدالله عبدالله په دغو لنډو خبرو کې دغه راز طرحه کړه په دې غونډه کې دغو هيوادونو له افغانستان سره دخپلو مرستو اندازه مشخصه کړه او ژمنه يې وکړه چې تر راتلوونکو څلور کلونو پورې دغه مرستې دوام وکړي.
ده دغه راز وويل د هيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو له ډار اچوونکو سره دمبارزې په کارکې ثابته کړه چې دبهرنيو ځواکونو په نشتوالي کې هم د دښمنانو په وړاندې مبارزه وکړي .
ده دغه راز هيله وکړه هغه ورځ راورسيږي چې دهيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو لګښت له کورنيو عايداتي سرچينو څخه تمويل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته