امنیت

دهېواد په بيلابيلو سيموکې ٧١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
دهېواد په بيلابيلو سيموکې  دامنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ٧١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې  دهېواددفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو او دخلکو دسر او مال دساتنې په موخه دننګرهار ، لغمان ، غزني ، پکتيا ، خوست  ، لوګر  ، ميدان وردګو ، قندهار ، فراه ، غور ،  بغلان   ، تخار ، جوزجان ، کندز ، بدخشان او دهلمند دولايتونو ديوشمير  ولسواليو په مربوطاتو کې  ګډ چانيز  عمليات ترسره کړل چې له امله يې  دوسله والو طالبانو دډلې دپنځو تنو قوماندانانو او دشپږو تنو داعشيانو په ګدون ٧١ تنه ډار اچوونکي وژل شوي ددوو تنوداعشيانو په ګډون ٣٢ تنه ټپيان او شپږ تنه نور تروريستان نيول شوي دي .
  دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو په هغو ګډو عملياتو کې چې  دهوايي او توپچي  قوتونو په ملاتړ ، دهلمند ولايت دګرمسير  ، مارجې  او دناد علي  د ولسواليو  په مربوطاتو کې ترسره شول  دطالبانو دډلې  ديوه سيمه ئيز قوماندان  په ګډون ٣٢ تنه  ياغي طالبان  وژل شوي  او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
  دغور ولايت په پسابند ولسوالۍ کې پنځلس تنه ډار اچوونکي وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي .
دخوست ولايت دموسي خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دعملياتو له امله اووه تنه ياغي طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي .
  او دننګرهار ولايت داچين اوکوټ دولسواليو په مربوطاتو کې شپږ تنه داعشيان وژل شوي دوه تنه ټپيان او دهغوى  يوه عملياتي  مرکز ويجاړ شوي دي .
دغه راز دلغمان ولايت دمرکز ، دميدان وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ ، دلوګر ولايت مرکز او دغزني ولايت دمقر ،دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ او دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دڅلورو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه ډار اچوونکي  طالبان وژل شوي  او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي  اوشپږ تنه نور په بغلان ولايت  کې نيول شوي دي .
ددغو عملياتوپه بهير کې  يوه انداز ه  وسله ، مهمات اونور جنګي وسايل په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې  دهغو عملياتوپه بهير کې چې دهېواد په يوشمير ولايتونو کې دکورنيو اوبهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو نهه تنه منسوبين شهيدان شول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته