کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د ملي امنیت عمومي ریاست په سوق او ادارې مرکزکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د ټاکنو عمومي امنیتي وضعیت وارزولو.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ملي امنیت د لوی ریاست لومړي مرستیال ادیب فهیم، جنرال محب الرحمان فایض او تورنجنرال فرید احمدی د هېواد جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د ټینګښت او د ملي امنیت د لوی ریاست د پلان او کړنو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو او ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه د ټاکنو ملي پروسه کې د ګډون په موخه هېوادوالو ته د امنیت د ښه تامین په برخه کې د دوی هلې ځلې او تدابیر وستایل.
د هېواد جمهور رئیس د امنیت د تامین، انکشاف او وړتیا لوړولو په برخه کې د ملي امنیت لوی ریاست څخه مننه وکړه او د نصرت او جیساک په مرکزونوکې یې د حضور پر مهال، د دوی فعالیتونه وکتل.#
1 1 دقیقه لوستل