امنیت

په ننګرهار کې وسله والوطالبانو ته درندو زيان واوښت .

 

کابل باختر دسلواغي شلمه

 په ننګرهار ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله  واوښته .

 دغه جګړه پرون له هغه وروسته ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د خوږيانيو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې دپوليسو په يوې پوستې بريد وکړ

 دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو ويندوي ادريس مومند باختر اژانس  ته وويل چې په دې يو ساعته جګړه کې لسو تنو وسله والو طآلبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

 ويل کيږي چې ددغې جګړې  په بهير کې يو وسله وال طالب هم نيول شوي دي .

 دادريس مومند دڅرګندونو له مخې په دې نښته کې افغان ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته