ټولنه

د ښوونکي د ورځې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان پېغام.

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
د ښوونکي د ورځې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان پېغام.
د تلې ۱۴مه د ښوونکي له ورځې سره سمون خوري، د ښوونکي لوړ مقام او منزلت ته په کتو دغه ورځ ډېره ویاړلې او د قدر وړ ورځ ده.
ښوونکی د انسانيت هغه محسن دی چې د احسان بدله يې بې اجورې پاتې ده، په بشپړه توګه د ښو او بدو تر منځ توپير تر هغه ناشونی دی چې ښوونکي ته مو مراجعه نه وي کړي.
ښوونکی هغه بلېدونکې ډېوه ده چې تل يې د ځان په سوزیدو نه یوازې خپل چاپیریال بلکې نړۍ روښانه ساتلې.
ښوونکو په خورا بدو او ترینګلو حالاتو کې مبارزه کړې او تل يې هڅه کړې چې د هېواد د بچیانو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې وساتي چې دولت او خلک دواړه يې د دغه لوی احسان پوروړی دی.
له دغه ترینګلي حالت څخه د ژغورلو لپاره، اړينه ده چې ټول په ګډه سره د ښوونکي قدر او عزت وکړو، لکه څرنګه چې دولت مکلف دی د استاذانو د اړتياوو پوره کولو او د ټولنې د دې معزز قشر ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي، هر هېوادوال مو مکلف دی چې د خپل مسئوليت په اندازه په ټولنه کې د ښوونکي حق اداء او په دغه اخلاقي بهیر کې ونډه واخلي.
د هېواد ټولو معززو او محترمو ښوونکو ته د دې ویاړلې ورځې مبارکي وایم او په ژوند کې ورته د لا بریالیتوبونو هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته