ټولنه

په هېواد کې څه ناڅه اته ويشت زره کورنۍ بې ځايه شوي دي

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دهېواد په ځينو کليو اوباڼدو کې دډار اچوونکو بريدونه دبې ځايه شويوکسانو دشمير دزياتوالي سبب شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت يومسوول  وايي چې دروان کال دوري له مياشتې څخه تراوسه پورې څه ناڅه اته ويشت زره کورنۍ له خپلو  کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي .
ده وويل چې زياتره کورنۍ ددوى په کليو او بانډو د ډار اچوونکو دبريدونو په خاطر له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي .
ده وويل چې دغه بې ځايه شوي کسان زياتره دهلمند ، کندز، روزګان ، ننګرهار ، فارياب او دسرپل له ولايتونو څخه دي .
دمهاجرينودراستنولو دچارو وزارت دبې ځايه شويو کسانو دحالت دڅيړنې مسوول وويل دميرزا اولنګ دسيمې دمهاجرينو په ګډون دهغو کورنيو  شميرچې له خپلو کورونو او  ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي له اته ويشتو زرو کورنيو څخه اوړي او زياتره بې ځايه شوي کسان  دتروريستانو د ظلمونو له ويرې له خپلو اصلي کورونوڅخه وتلو ته اړې شوي دي .
ده وويل چې له بې ځايه شويو کسانو سره لومړنۍ مرستې شوې دي او لاتراوسه پورې هم دوام لري 
له بلې خوا په کابل کې دملګروملتو دسازمان دښځو دبرخې مسوول وويل افغانستان دنړۍ په کچه  دويم هېواددى چې ګڼ شمير کورنۍ  دتاوتريخوالي او نښتو له امله له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شوي او نورو ځايونو ته يې ګډه کړې ده
دملګروملتو دسازمان  دغه کارکوونکي ويلي دي په افغانستان کې په ٢٠١٦ ملادي کال کې دداخلي بې ځايه شويو کسانو شمير يو نيم مليون تنو ته رسيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته