سیاست

د ملي امنیت سلاکار د کندز ولایت د پیښې له زیانمنو شويو کورنیو او یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢ مه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کندز ولایت د وروستۍ پیښې د شهیدانو له کورنیو او د هغه ولایت له مخورو قومي مشرانو سره وکتل.
د ملي امنيت د شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
اتمر یو ځل بیا د پیښې قربانیانو، قومي مشرانو او د کندوز ولایت ټولو خلکو ته د رامنځته شوې غمجنې پیښې له امله، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ژورې خواشینۍ مراتب ورسول.
د ملي امنیت سلاکار راغلو قومي مشرانو او د پیښې زیانمنو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان دولت د کندز ولایت د پیښې په اړه هر اړخیزه څیړنه او تحقیق کوي.
محمد حنيف اتمر زیاته کړه، چې د تحقیقاتو له بشپړیدو وروسته به د پیښې په اړه پوره معلومات له ملت سره شریک کړي.
د روان کال د لړم د میاشتې په ۱۲مه نیټه ترهګرو د کندز ولایت په بوز کندهاري سیمه کې، د شپې پر مهال د ملکي وګړو له کورونو څخه پر افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونه پیل کړل، چې په ځوابي هوايي برید کې د ترهګرو د له منځه تلو څنګ یو شمیر ملکي وګړي هم شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د خپلو خبرو پرمهال وویل، چې د افغانستان حکومت د وسله والې جګړې نړیوالو قوانینو او میثاقونو ته ژمن دی او په هر ډول حالاتو کې د خپلو هيوادوالو د ژوند او امنیت د ساتلو مسوولیت لري.
ده زیاته کړه، چې ترهګر د جنګ په سنګرونو کې د ملکي وګړو له مېنو او کورونو څخه ګټه پورته کوي او له ملکي وګړو څخه د ډال په توګه استفاده کوي، چې دا ډول وحشیانه کړنې نه بخښل کېدونکی بشري جنایت دی.
محمد حنیف اتمر د پیښې له قربانیانو سره ژمنه وکړه چې حکومت به د ټپیانو د درملنې لپاره خپله پاملرنه لازیاته کړي، د شهیدانو له کورنیو سره به لازمې مرستې او لاس نیوی وشي. اتمر د شهیدانو اولادونو ته د حکومت پر ځانګړې پاملرنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د شهیدانو د اولادونو لپاره به د تعلیم او روزنې مناسب شرایط چمتو کړي.
د کندز ولایت د قومي مشرانو او له پیښې څخه د زیانمنو شویو کورنیو په استازیتوب یو شمیر قومي مشرانو خبرې وکړې او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې د هېواد د ملي امنیت له سلاکار سره شریک کړل. د ملي امنیت سلاکار ژمنه وکړه چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د افغانستان جمهور رئیس ته ورسوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته