امنیت

پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د سلواغى دمياشتې ٢٤
دشپږو داعشيانو په ګډون پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دي.
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې دشپږو داعشيانو په ګډون پنځلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٧ تنه نور ټپيان شول.
دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ،کاپيسا ،پکتيکا،روزګان ،قندهار،فارياب ،بدخشان،کندز،او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول او دننګرهار ولايت داچين او بټي کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې دشپږو داعشيانو په ګډون ٧ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه ټپيان او دپکتيکا ولايت دبرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دحقاني شبکې په ډلې پورې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي.
او د کاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : د ٢٠٩ شاهين قول اردو موظفينو د ريموټ کنترول دوه ماينونه دفارياب ولايت د آلمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او وچول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته