نړۍ

په پاکستان کې دحکومت مخالف مشر : خپل ژوندانه تر ورستۍ سلګۍ پورې خپلواعتراضونو ته دوام ورکوي .

اسلام آباد باختر د وږي  لسمه :
  دپاکستان دحکومت اپوزسيون مشر عمران خان ويلي دي  چې د خپل ژوندانه تر وروستي سلګي پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي .
عمران خان او يوپاکستاني روحاني طاهر القادري  له خپلو زرګونو تنوملاتړو سره له دوو اوونيو راپديخوا په اسلام آباد کې پارلمان او نورو حکومتي ولايتونو ته څيرمه خيمې درولي دي .

دغه اعتراض  کوونکي غواړي چې دپاکستان صدراعظم نوازشريف  دصدارت له مقام څخه استعفا وکړي .
په همدې حال کې دپاکستان داطلاعاتو وزير پرويز راشد  پرون وويل چې دحکومت دروازه له معترضو مشرانو سره دخبرو دبيا پيلولو لپاره پرانيستې  ده .
  پرويز راشد زياته کړه:  اعتراض کوونکي غواړي چې خپلې غوښتنې دټوپک دميل له لارې  ترسره کړي  خوزموږ دروازې  دخبرو لپاره پرانستي دي .
دنويو رارسيدلو خبرونوله مخې مظاهره کوونکو نن سهار دپاکستان دولتي ټلويزيون ونيوه او ستديويې ويجاړه کړه .

دخبري منابعو دخبر له مخې، دپاکستان داردو جګپوړو قوماندانانو هم تيره شپه ددغه هيواد دوسله وال پوځ دلوى درستيز راحيل شريف په مشرۍ  غونډه وکړه او دپاکستان وروستي  سياسي حالت او داسلام آباد وروستي بدلونونه يې وڅيړل . 
دغې غونډې درې ساعته دوام وکړ او په هغې وينا کې چې صادره شوه دحکومت له مخالفينو سره دخبرو دبيا پيلولو لپاره ددولت دمرکچي  ټيم دتياري خبر ورکړ .
په وروستيو نااراميو او دپوليسو او دحکومت دمخالفو اعتراض کوونکو ترمنځ نښتو کې چې له تيرې نيمې شپې  څخه  په اسلام آباد کې دصدارت دماڼۍ په وړاندې  پيل شوې  وې او تر پرون مازيګر پورې  يې دوام درلود، څه ناڅه درې تنه ووژل شول او کابو پنځه سوه تنه نور ټپيان شول .

دطاهر القادري  دڅرګندونو له مخې: يوه وژل شوې  دده دګوند يوه پلوۍ ښځه وه چې دپوليسو په ډزو سره ووژل شوه .
  درارسيدلو خبرونو له مخې: په اسلام آباد کې دصدارت ماڼۍ ته څيرمه دپارلمان دودانۍ په وړاندې دحکومت ددوو مخالفو ګوندونودمشرانو عمران خان او طاهر القادري دزرګونو تنو ملاتړو تحصن دوام لري.
دغه ګوندونه دپاکستان په صدراعظم نوازشريف  دتيرکال په پارلماني انتخاباتو کې دتقلب تور  لګوي او دده داستعفا  غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته