ټولنه

دقربانيانو له کورنيو سره دباميان دخلکو غمشريکي .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
دباميان په لسګونوتنو خلکو تيره شپه دشمعې په روښانولو سره د روښنايي غورځنګ دشهيدانو پاک روح ته دعا وکړه .
دباميانو ښار يوه اوسيدونکې احمد مريد دباختر آژانس خبريال ته وويل دباميانو په لسګونو تنو اوسيدونکو دکابل په دهمزنګ کې د زمرى د مياشتې د دويمې نيټې دترورستي پيښې دغندلو لپاره راټول شول او د شمعو په روښانولو او دشهيدانو روح ته په دعا سره يې دشهيدانو له کورنيو سره خپله غمشريکي څرګنده کړه .
ده زياته کړه: دغو خلکو دملي وحدت له حکومت څخه وغوښتل چې ددغې تروريستي پيښې عاملين محاکمې ته راوکاږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته